
ایکناخبری آژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، د افغانستان د خارجه وزرات سرپرست امیر خان متقي په دغه هیواد کې د کمزوری حکومتی حاکمیّت او د هیواد بې ثباته کولو د نتیجو په باب خبرداری ورکړ.
امیر خان متقي ټينګار وکړ ، طالبان له درستو هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او د اوسني حکومت کمزوري کول ، دهیچا په ګټه نه دي .
امیر خان په افغانستان کې د بې ثباتۍ په باب په خبرداری ورکولو سره ووئیل مونږ هڅه کوو ،څو یو داسې افغانستان ولرل شو چې له هیچا سره په جنګ کې نه وي او پخپلو پښو ودریدل شي .
د افغانستان دطالبانو د خارجه وزارت سرپرست په عین حال کې ووئيل،پر افغانستان ځيني بندیزونه تیروتنه او دناکامو تجروبو تکرار دی او هیڅ ګټه نه لري .
د افغانستان دخارجه وزارت پرست په عین حال کې په دغه هیواد کې د القاعدې ډلې د فعالیتونو د بیرته پیلیدا په اړه د امریکائي پوځي قوماندانانو ادعا چټي او پلمو جوړول بللي دي .
د نړۍ ډیری هیوادونه اوس د طالبانو موقته حکومت په رسمیّت نه پيژني ، خو امریکا د دغې ډلې په وسیله له جوړ شوي حکومت سره په دښمنۍ کې یو ګام مخکې تللې او د افغانستان شتمنۍ ئې د طالبانو قدرت ته له رسیدا وروسته تړلي دي .د واشنګټن دغه اقدام،د افغانستان په اداره کولوکې د مشکل په رامینځةکولو سربیره ،د ولس لپاره ژوند لاسخت او ترینګلی کړی دی .
https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i109688